IQNA

 په ایران کې د موساد ۱۳عملیاتي وګړي نیول شوي دي

16:51 - January 10, 2023
د خبر لمبر: 3486732
ایکنا-(تهران)د ایران د اطلاعاتو وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره د اسرائيلو دموساد جاسوسی ادارې  شپږ عملیاتي ټيمونه پيژندلي او ددغې جاسوسۍ ادارې دیارلس عملیاتي عوامل ونیول.

 ایکناخبري آ ژانس د فارس له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت د اطلاعاتو وزارت په یوې اعلامیې کې د موساد جاسوسي ادارې پر څلورو عملیاتي ټیمونو کلک ګوزارونه کړي او وئيلي ئې دي، دایران د امنیتی مامورانو دشپې ورځې په مجاهدت سره ،ددغو ټيمونو یو شمیرغړي هم نیولي دي.

په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي،په دغه ترهه ګرچینل کې په تهران، اصفهان،یزد،اذربایجان غربی او ګلستان ولایتونو کې د موساد ۲۳عملیاتي او پشتیبانۍ وګړي او ترهه ګرپيژندلي  او تردې دمه د ایران په داخل کې دیارلس کسان نیول شوي اود هغوي مختلفو عملیاتي تجهیزات او وسایل  هم کشف او ضبط کړي دي.

 همداراز په دغې اعلامیې کې راغلي دي،ددغه چینل  سرغنې  سروس په نامې  سره یو کس په یوه اروپائي هیواد کې هستوګن دی او د ټولنیزو چینلونو له لارې پيژندل شوي  چې د هیواد په داخل کې ئې له عملیاتي وګړو سره  په پیل کې ارتباط ټینګاوۀ.همداراز په دغې اعلامیې کې روښانه شوې ده، د وروستیو اطلاعاتو په اساس موساد جاسوسی ادارې دایران په مختلفو سیمو کې د وروستیو بلواؤ له فضا د ا ستفادې په موخې سره  د ایران په سترو ښارونو کې د ورانکارو عملیاتو  او دغه راز د یوه لوړپوړي پوځي چارواکي دترور  او دغه راز د هیواد د جنوب له سمندري پولو څخه د خطرناک او چاودیدونکي موادو دمنتقلولو هڅه  کوله چې  ټول عملیاتي وګړي له هر ډول اقدامه مخکې وپيژندل او د قانون په  منګولو کې ګیر شول.

په دغې اطلاعیې  کې همداراز وئیل شوي دي،په دې توګه، په تیرو شپږو میاشتو کې دا دجعلی اووحشي صهیونیسټي رژيم  دوهمه ستره عملیاتي او اطلاعاتي  ماته وه چې تل د ایران داسلامی جمهوریت د امنیت د ساتونکو له ویښو اوسرښیندونکو میړنیو سربازانو له چورلټ ځواب سره  مخ شوي دي.

 https://www.farsnews.ir/news/14011020000406/%D8%A7%D8

captcha